د خوست ولایت په میخانیکي انسټيټوټ کې د استاد ـ شاګردۍ پروګرام د محصلیونو د عملي زده کړو بهیر
د خوست ولایت میخانیکي انسټيټیوت محصلینو ته د استاد – شاګردۍ پروګرام په ترڅ کې د لېحم کارۍ په اړه په عملي بنه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د عملي زده کړو برخه کې محصلینو ته د قوې او د قوې د ډولونو په اړه په مفصل ډول معلومات وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډېری زده کړې عملي دي، تر څو د یادو مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.