د خوست میخانیکي انسټیټوټ د محصلینو عملي کار بهیر
د خوست ولایت د تخنیکي انسټيټوټ محصلینو عملي زده کړو په ترڅ کې د قالب بندي او کانګریټ په اړه د عملي زده کړې ترلاسه کړې.
لارښود استاد محصلینو ته په غه درسي غونډه کې د کانګریټ ډولونو او د قالب بندی په اړه معلومات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دغه مرکزونو له فارغانو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته د کار په بازار کې جذب شي.
له بلې خوا د تخنيکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو کيفيت لوړ کړي.