د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې مشری ندیمه سحر د لوړو زده کړو وزیر ښاغلې ډاکټر عباس بصیر سره ولیدل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرې میرمن سحر د لوړو زده کړو وزیر ښاغلې ډاکټر عباس بصیر سره ولیدل. ددې لیدنې موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې برنامو په چوکاټ کې د لوړو زده کړو انسټیټوټ په اړه بحث کول وو.
په پام کې ده، چې د لوړو زده کړو انسټیټوټ د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې تر مدیریت لاندې په دریو تحصیلی څانګو کې په کار پیل او د تخنیکې او مسلکې زده کړو مرکزونو فارغینو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابرول دی.
د لېدنې په جریان کې، ښاغلې ډاکټر عباس بصیر وویل: د لوړو زده کړو وزارت د ادارو او وګړو لخوا د تعلیمی ارګانونو رامنځته کول کوم چې د قانونې لارو پر اساس رامنځته شوی همکاری او ملاتړ کوی.
هغه وویل چې د لوړو زده کړو قانون د لسمې مادې له مخې، دقانون لخوا د وړاندې کړای شوو شرایطو په پام کې نیولو سره د ادارو لخوا د اکاډمیکو مرکزونو جوړول، د لوړو زده کړو وزارت د قانون په رڼا کې هر هغه څه چې د دوي په توان کې وي دریغ به یې نه کړی.
میرمن سحر د لوړو زده کړو وزارت د همکاریو د ستاینې پرمهال وویل: د لوړو زده کړو انسټیټوټ رامنځته کول او دهغی پیل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ډګر کې ارزښتمن پرمختګ دی. له یوې خوا، انساني پانګه تولید کیږي او له بلې خوا د غربت په کمولو او دندې رامنځته کولو کې مثبت او اغیزمن رول لري.
اغلې سحر هیله څرګنده کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره به وکولی شي په نږدې راتلونکي کې ولایتونو ته د لوړو زده کړو انسټیټونه پراخه کړي ترڅو د هیواد په ټولو برخو کې د تحصیلي مرکزونو فارغینو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابره شی.