د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری مشورتی غونډه تر سره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۱:۲۶
tveta62

د تخنیکی او مسلکی زده کړو د اداری مشورتی غونډه د ۱۴۰۱ مالی کال د عملیاتی پلان د چمتو کولو لپاره د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری د سرپرست ښاغلی مفتی فضل الرحمن فاضل په حضور سره ترسره شوه.

په دې ناسته کې د پلان عمومي رئیس ښاغلي روح الله شفیق؛ د نوي مالي کال د عملیاتي پلان په اړه خبرې وکړې او ۲۵۰ عمده فعالیتونه یې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

ورپسې د دی اداری د بیلابیلو څانګو  رئیسانو او آمرینو د ۱۴۰۱ مالی کال د طرحې په اړه خبرې وکړې.

همدا رنګه د غونډې په پای کې لاندې پرېکړې ونیول شوې:

  • د مالیې وزارت سره په مشوره د انسټیټونو د کرایي ودانیو د کرایی ورکول؛
  • د انسټیټونو لپاره د سون توکو قرارداد او پیرودل؛
  • د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمرینو  لپاره د کرایی موټر چمتو کول؛
  • د ځانګړو زده کړو زده کوونکو لپاره د موټر کرایه برابرول، په ځانګړې توګه د روشندلانو لپاره؛
  • د ۱۴۰۰ مالي کال تر پایه پورې د انسټیټونو د استادانو د حق الزحمی اجرا کول؛
  • د دولتي مطبوعاتو په همکارۍ د دې اداری د درسي کتابونو چاپول؛
  • د اداري چارو پرمخ وړلو لپاره د سیم کارتونو او سرمیزی ټیلیفونونو برابرول؛
  • د هغو استادانو لپاره چی له آزادو بورسونو څخه استفاده کوی، ځانګړی تحصیلی طرزالعمل برابرول؛

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS