د تخنیکي زده کړو ادارې لخوا د حرفوي زده کړو ښوونیز نصاب پراختیا

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۴۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست د «شلټر فار لایف» موسسې سره په همکارۍ، د دې ادارې د حرفوي پروګرامونو د یوشمیر څانګو د ښوونیز نصابونو یوې برخې ته پراختیا ورکړې ده.

په ورته وخت کې، د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست د متخصصینو آمریت وايي چې نوموړو تر دې دمه د دې ادارې د حرفوي څانګو ۱۲ ښوونیز نصابونو ته پراختیا ورکړې ده او همدارنګه د پلي کیدو لپاره ولایتونو ته هم لیږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې لاهم د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د حرفوي زده کړو پروګرامونو د ۱۲ نورو څانګو د نصاب د تالیف او نهایی کولو لړۍ روانه ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ښوونیز نصاب ارزښت ته په پام سره؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل د کار بازار د اړتیاو سره سم د ښوونیز نصاب پر جوړولو ټینګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۴۴
Background image

په فراه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د کډوالو لپاره لنډمهاله حرفوي پروګرام پیل شو

په فراه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د یاد ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې یې د کډوالو لپاره د موټرسایکل رغونې «ترمیم» لنډمهاله درې میاشتنی روزنیز حرفوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۰:۴۱
Background image

د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کونکو لخوا د کاربن استحصال

د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د لسم ټولګي زده کونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د عملي فعالیتونو په ترسره کولو سره د کاربن د استحصالولو طریقه په عملي بڼه زده کړه. نوموړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۶:۴۶
Background image

د کاپیسا ولایت اړوند «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو د اناتومي په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه

د کاپیسا ولایت «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د یاد ښوونیز مرکز په لابراتوار کې د څارویو د اناتومۍ په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه. نوموړو په دې. . .

BACK TO NEWS