د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د ایران آزاد پوهنتون چارواکو سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د ایرا اسلامي جمهوري دولت آزاد پوهنتون له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ایران آزاد پوهنتون ترمنځ پر همکاریو خبرې وشوې.
په کابل کې د آزاد پوهنتون رئيس د یاد پوهنتون او د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکاريو د هوکړه لیک د يادونې په ترڅ کې د آزاد پوهنتون د علمي او تحصيلي همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.