د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې سرپرست د کندهار د تخنیکي او مسلکي زدکړو له اړوندو مسوولانو سره په یوه ځانګړې اداري غونډه کې وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۲:۳۹
tveta72

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې سرپرست محترم مفتي فضل الرحمن فاضل کندهار ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ولایتي امر ښاغلي سید سمیع الله قریشی د اړوندو ښوونیزو مرکزونو له مسوولانو، اداري کارکوونکو او استادانو سره ناسته ترسره کړه.

په دې اداري ناسته کې چې د یادو مراکزو د تشکیل ، تدریسي بهیر په اړه ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه مطرح شول، د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې سرپرست ډاډ وښود چې د یادو مراکزو د ستونزو د حل او د تشکیل بشپړولو په برخه کې به لازمې هڅې وکړي.

محترم مفتي صاحب د درسونو د کیفیت په اړه استادانو ته د پام وړ لارښوونې وکړې او له اړوندو مسوولانو یې وغوښتل، ترڅو په دې برخه کې جدي واوسي او د امکاناتو په برابرولو کې لازم اقدامات وکړي.

په پای کې د ادارې سرپرست د هغوی له کړنو خوښي وښوده او د راتلونکي نسل د روزلو په برخه کې یې د استادانو هلې ځلې د افتخار وړ وبللې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS