د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته په کاتب پوهنتون کې د ظرفیت لوړولو سمینار پای ته ورسید
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو دری ورځنى سمينار د دغې ادارې د بشري سرچینو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړولو آمریت لخوا چې د کاتب پوهنتون په همکارۍ جوړ شوى و، پای ته ورسېد.
دغه روزنیزه برنامه د څیړنېز میتود په هکله جوړ شوی و چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ۳۳ تنه کارکوونکي ترې فارغ شول.
د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړول وو.