د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ارزونې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څلورم، پنځم او شپږم بستونو یو شمیر کارکوونکو ته یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
د دغې برنامې موضوع د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کړنو د ارزونې د څرنګوالي معرفي او تشریح کول وو.
تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړولو آمريت د دغې ادارې کارکوونکو لپاره څو روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.
د دغه پروګرامونو د ترسره کولو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو ظرفیت لوړول دي.