د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د WFP موسسی له استازي سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۴:۰
tveta90

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ښاغلی مفتی فضل الرحمن فاضل د خوراک نړیوال پروګرام (WFP) له استازي سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي فاضل لومړی د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې غوښتنې او وړاندیزونه د دغه موسسی له استازي سره شریک کړل او په ټولو تخنيکي او مسلکي زده کړو په ځانګړي ډول د ځانګړو زده کړو په برخه کې یې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي فاضل د یادې موسسی له استازی څخه وغوښتل، چې په هېواد کې د دې ادارې ټول ښوونيز مرکزونه له خپلو ښوونيزو مرستو څخه برخمن کړی؛ ځکه چې د افغانستان خلک له څلویښت کلنې جګړې وروسته بشري مرستو ته سخته اړتیا لری.

همدارنګه انجنیر حفیظ الرحمن ناصري؛ د دغه موسسی د فنی او حرفوی زده کړو د پروګرامونو همغږی کوونکی؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د تمویل څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه یې وغوښتل چې د روزنیزو پروګرامونو د تمویل په اړه د وړاندیزونو د پلی کیدو په برخه کې منظمه طرحه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS