د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محصلینو ته عملي زده کړې زمینه برابرول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۱۰:۱۶
tvet60

ښاغلی مفتی فضل الرحمن فاضل ؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د سروبي ولسوالۍ د نغلو د برېښنا بند څخه ليدنه وکړه او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې محصلينو ته يې د عملي زده کړو (پرکتیک دورې)د برابرولو په اړه د دغه بند له چارواکو سره خبرې وکړې.

د نغلو بند چارواکو په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د راتلونکي نسل د زده کړې لپاره قوي هوډ لري.

د دغه سفر په ترڅ کې مفتي فضل الرحمن فاضل د سروبي ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انستیتوت څخه هم لیدنه وکړه.

نوموړي د ياد انستيتوت د ودانۍ د جوړېدو په اړه ډاډ ورکړ او د سروبي ولسوالۍ د کثیرالرشتوی انسټیټوټ امر ته لارښوونه وکړه، چې په اوسنيو شرايطو کې د اوسنۍ ودانۍ د کرايې د کمښت او هم د زده کوونکو د جذب په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS