د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۵:۱۵
جلسه رهبری

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه د دې ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه.

په دې کتنه کې چې د ادارې رئيسانو او يو شمېر امرینو هم په کې برخه لرله، د ریاستونو پر ستونزو او د حل په لارو چارو خبرې وشوې.

د غونډې په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس وويل، کله چې کومه ستونزه رامنځته شي، بايد د حل لاره یې هم وړاندیز شي.

مالی او حسابی رييس حميد پوپل د دې رياست او نورو رياستونو ترمنځ د لا زياتې همغږۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د همغږۍ نشتوالى مالي رياست ته د بودجې په لګولو کې ستونزې رامنځته کوی.

د داخلي پلټنې رئیس احمد خان صابري وویل، د دې ادارې د مسلکي کارکوونکو او تجهیزاتو کمښت یوه ننګونه وه.

مولوی نیاز محمد مختار حرفوي پروګرامونو تنظیم مشر هم وويل، چې د دې رياست استاد شاګردی او لنډ مهاله کورسونو اسانتياوې او درسي کتابونه نشتوالی سره مخ دی.

دغه راز انسانې سرچینو رئیس عبدالوارث سکندري د ګمارنې د پروسې په اړه وړاندیزونه وکړل.

د تخنيکي زده کړو ادارې رئيس د رئیسانو او امرینو ستونزو او نظرونو له اورېدو وروسته د رياستونو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار وکړ او لازمې لارښوونې يې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS