د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره په همکارۍ، یو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.
په دې ورکشاپ کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت متخصصینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو ته د "سایبري بریدونو او د دیتا ساتنې د څرنګوالي" په اړه توضیحات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژي آمر ښاغلي محمود فکور ددې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، وویل چې دا ورکشاپ د دې ادارې د کارمندانو لپاره د خوندي او مصؤن ډیجیټل نړۍ رامینځته کولو په لور یو اغیزمن ګام دی.
په ورته وخت کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت متخصصین وايي چې دوی هڅه کوي تر څو په یاد پروګرام کې کارمندانو ته د وګړو د خصوصي حریم ساتنه، د سایبري بریدونو مخنیوی، او همدارنګه د ادارې د دیتا څخه د حفاظت کولو په شمول د بیلابیلو موضوعاتو په اړه روزنه ورکړي.
ګډونوالو د دې روزنیز پروګرام د ترسره کیدو څخه هرکلی وکړ او د یاد ورکشاپ د دوام غوښتنه یې هم وکړه.