د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون رئیس معرفي شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۶

ښاغلی مفتي سید احسان الله قاسمي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امارتي چارواکو او مقاماتو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پایتخت زون د رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.

د پایتخت زون د رئیس په توګه د مفتي سید احسان الله قاسمي د معرفي کولو په مراسمو کې یو شمیر مقاماتو لکه، مولوي شاکرالله الکوزی د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې د دفتر رئیس، احمد سهیل جاهد د کابل ولایت د مقام د کارکوونکو چارو رئیس او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمیر رئیسانو او آمرینو هم ګډون درلود.

ښاغلي مولوي شاکرالله الکوزی په دې مراسمو کې وویل چې د هیواد په تعلیمي سکتور کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره یو له کلیدي بنسټونو څخه ګڼل کېږي او د یادې ادارې د اړونده تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د عملي زده کړو پر بنسټ د کار بازار ته د ننوتلو په پار د ځان سره کافي مهارتونه لري.

دغه راز احمد سهیل جاهد د کابل ولایت د مقام د کارکوونکو چارو رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زون ریاست له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې له دې ریاست سره به په بشپړه همغږۍ او هماهنګۍ سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، محترم مفتي سید احسان الله قاسمي هم په دې مراسمو کې د وینا پر مهال ژمنه وکړه چې په بشپړ اخلاص، مسؤلیت‌پالنې او مسلکي روحیې سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ د زیارونو او هڅو په پایله کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اته زونونه جوړ شوي دي، چې یو شمېرو یې خپل کارونه پیل کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

د خوست ولایت اړوند ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې د تعمیر بیارغونه

د خوست ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې ځینې برخې بیارغولي دي . د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي چې نوموړو د یاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کوهبند کرنې مسلکي انسټيټوټ استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ اړوند کرنې مسلکي انسټيټوټ د رسمي او حق الزحمه استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو. په دې پروګرام کې ۱۱ تنه رسمي او حق الزحمه استادانو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۸:۴۳
Background image

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ او پامیر د لوړو‌زده کړو مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ مسؤلین د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه په یاد ولایت کې د پامیر لوړو زده کړو له مؤسسې سره د هوکړه لیک د لاسلیک کولو خبر ورکوي. د دواړو ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS