د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۳ - ۱۳:۵۰
رهبری غونډه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبري پلاوي غونډه د د یادې ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او مرستیالانو  په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې په لومړي سر کې  د "SDP" پروژې په اړه د مشرتابه د غونډې تېرې پرېکړې او د تفتیش عالي ادارې سپارښتنو په ګډون د هغو د پلې کولو په اړه راپور وړاندې شو. په دې برخه کې د ادارې د مشرتابه پلاوي لارښوونو اړوند، د «اس دی پی» پروژې د اجناسو موجودې لپاره د خدماتو او املاکو، مالي او حسابی، پلان ریاستونو او تدارکاتو آمریت د استازو په ګډون څلور کسیزې کمیټې جوړول.

د اجنډا له مخې د غونډې په دوام کې د مالی او حسابی رئیس حمید پوپل د دغه ادارې د بودجې د مصرف د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ. ښاغلي پوپل وویل چې تر اوسه د بودجې د مصرف کچه ښه ده. نوموړي د ځينو کوډونو لپاره د بودجې د نه لګولو لاملونه هم بيان کړل.

په دې کتنه کې د  څارنې او ارزونې رئیس مولوي محمد مکاشیف په کابل ښار او ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي مکاشیف وویل، د دغو ټولو مرکزونو ستونزې یې څېړلې او راپور یې اړوندو ریاستونو ته استولی دی.

 د غونډې په پاى کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کابل ښار او ولسواليو کې  لېسو او انسټیټونو ستونزو په هواري ټينګار وکړ او ويې ويل، چې اړونده رياستونه دې د څارنې او ارزونې ریاست راپور په کلکله توګه تعقيب کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS