د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل میخانیکي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۵ - ۱:۲۰
tveta55

ښاغلی نورمحمد عزیزي؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل میخانیکي انستیتوت څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي عزیزي ددغه انسټیټوټ له استادانو او زده کړیالانو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

ښاغلي عزیزي د اداري پلاوي او د کابل میخانیکي انستیټوټ د استادانو په غونډه کې هم ګډون وکړ او د ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلی عزیزی وویل، چې ددې ادارې د استادانو او کارکوونکو د معاشونو ورکول یې لومړیتوب دی.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د خپلواکۍ پر ساتلو ټينګار وکړ، ځکه د ښاغلي عزيزي په وينا، د دغه اداره د خپلواکۍ په ساتلو سره د دې ادارې د کار ساحه پراخه ده او په خپلو کاري پرېکړو کې خپلواک دی.

تولیدي انسټیټونو محصولاتو ته د بازارموندنې په اړه بحث، د پانګوالو همکارۍ جلبول د اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل میخانیکي انسټیټوټ له مسوولینو سره د خبرو بل اړخ وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS