د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اونيزه اصلاحي غونډه د دغه ادارې د کارکوونکو په حضور او د دغه ادارې مدرس مولوي سيد احمد په وينا ترسره شوه.
نوموړي په خپلو خبرو کې د ښوونیزو او اصلاحي برنامو په هکله خبرې وکړې.
مولوي سید احمد وویل چې د انسان پوهول او ورته لارښوونه کول ثواب لري او دا کار یو مسؤلیت دی.
نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له کارکوونکو وغوښتل، چې په ښوونيزو او اصلاحي پروګرامونو کې په پوره اخلاص او صداقت ګډون وکړي.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.