د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری کارکوونکو ته، د ملکي کارکوونکو د فعالیت ارزونی نوې پروسی پیژندل

media_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۸:۵۷
tvet16

د ملکي کارمندانو د کړنو د ارزونې نوې پروسه د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د بیلابیلو څانګو کارمندانو ته د روزنیز سیمینار په لړ کې معرفي شوه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د بشري سرچینو رییس عبدالوارث اسکندري د پروګرام په پیل کې د اداري اصلاحاتو کمیسیون څخه د دولتی مامورینو د کړنو ارزونې لپاره د نوې کړنلارې رامینځته کولو له امله مننه وکړه ، او ویې ویل چې د کړنلارې تعدیل د دولتي ادارو لپاره عاجله اړتیا وه، چی تر دی مخکی د کارکوونکو د ارزونی داسی مؤثره کړنلاره موجوده نه وه.

ښاغلي اسکندري زیاته کړه: د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری رهبري تمه لري چې د ارزونې نوې پروسه په مؤثره توګه پلې شي ، تر څو پکی د کارکوونکو وړتیا تضمین شی.

ښاغلي اسکندري زیاته کړه چې دغه اداره به د اداري اصلاحاتو کمیسیون سره د نوې کړنلارې په پلي کولو کې لازمه همکاری کوی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون نظارت او مدیریت کارپوه ښاغلي احمد فواد معروف د ارزونی نوي طرزالعمل پلي کول مهم بولي او وايي چې دا کړنلاره په متخصص ډول څیړل شوې او هڅې روانې دي چې کارمندان خپل حقوق له لاسه ورنکړي او د هر ډول غیر قانوني کارونې مخه ونیول شي. هغه زیاته کړه چې دا کړنلاره د کارمندانو حقوقو رعایت کولو کې مؤثره ده او هم د مستقیم او عالي آمرینو لپاره یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS