د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرامونو څخه له ۷۰ زیات کسان فارغ شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۸

د ختیځ زون مسؤلین وايي چې ۷۴ تنو زده‌کوونکو په ختیځو ولایتونو کې له حرفوي زده‌کړو پروګرام څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

دا حرفوي پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا او د ناروې کمیټې په همکارۍ معلولینو ته تنظیم شوی و، چې په همدې توګه په لغمان ولایت کې ۲۱ تنه، په ننګرهار ولایت کې ۲۲ تنه او په کونړ ولایت کې ۲۱ تنه زده‌کوونکي فارغ شوي دي.

فارغ شوي کسانو اوس د کار په بازار کې د کار کولو وړتیا ترلاسه کړې ده.

په دې مناسبت جوړ شوي مراسمو کې د ختیځ زون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، د لغمان او ننګرهار ولایتونو د اقتصاد رئیسانو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو یو شمېر مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې ویناوالو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له پروګرامونو څخه مننه وکړه او په ختیځو ولایتونو کې د حرفوي زده‌کړو پروګرامونو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.

په دې مراسمو کې ویناوالو د نورو اړونده موضوعات په اړه هم خبرې وکړې او غونډه زده‌کوونکو ته د فراغت سند په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

د پکتیا د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره درې زره امریکایي ډالر مرسته وشوه

د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې (CHA)، د اورېدلو او لیدلو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د پکتیا ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره د درې زره امریکایي ډالرو بشري مرسته وکړه. یاده اندازه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د مخابراتو وزارت د پروسو د پراختیا او ساده سازۍ له رئیس سره وکتل!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم سید محمد فرید آغا هاشمي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پروسو د پراختیا او ساده‌ سازۍ له رئیس محترم سید نجم‌الدین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۳:۳۵
Background image

د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د څارنې مدیرانو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مسلکي ظرفیت لوړولو، د څارنې د بهیرونو د ښه والي او د ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د عمومي څارنې مدیرانو او مسلکي غړو د کاري. . .

BACK TO NEWS