الحاج مولوي غلام حیدر شهامت بلخ ولایت ته سفر وکړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۵۷

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د شمال زون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رئیس او د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر معرفي کړل.

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د محترم مولوي محمد امین منور د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو شمال زون د رئیس په توګه د معرفۍ پر مهال له ولایتي مسئولينو وغوښتل چې خلکو ته د لا غوره خدمت وړاندې کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

ښاغلي شهامت د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، په اسلامي نظام کې د تبدیلۍ او تغیر موخه د خدمت وړاندې کولو لپاره د غوره فرصتونو رامنځته کول، د اداري چارو پیاوړتیا او له شته ظرفیتونو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه ده. نوموړي د شمال زون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پخواني رئیس له هڅو څخه هم مننه او قدرداني وکړه.

په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د بې‌وزلۍ کمول او د کار بازار لپاره د ماهرو کادرونو روزنه د دې ادارې له اساسي موخو څخه وبلله او ټینګار یې وکړ چې کارکوونکي او مسئولین باید د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره لازم پام او دقت وکړي.

نوموړي په اسلامي نظام کې دندې یو امانت وباله او زیاته یې کړه چې هر مسئول به د الله تعالی پر وړاندې د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه ځواب ویونکی وي.

د پروګرام په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو شمال زون  پخواني رئیس، محترم نورالله صلاح‌الدین امیني، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ له پرېکړې څخه هرکلی وکړ.

د پروګرام په پای کې، د بلخ ولایت د کارکوونکو چارو رئیس وینا وکړه او ویې ویل چې اسلامي نظام د ډېرو قربانیو پایله ده، او مسئولین مکلف دي چې مسئولیتونه وړ او متعهدو اشخاصو ته وسپاري، ترڅو د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لا ډېرې هڅې وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت بلخ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د شمال زون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رئیس او د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS