د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست ننګرهار ولایت ته ولاړ
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د خپل سفر په دوام ننګرهار ولايت ته سفر وکړ.
نوموړي په یاد ولایت کې د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له مسوولینو سره وکتل او نوموړو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د حلولو پر څرنګوالي او اړتیاوو ته د رسیدګۍ په برخه کې خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې محترم مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې د نومړو ستونزو ته به رسیدګي وشي.