د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یادې ادارې له کاري شعباتو څخه لیدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې له يو شمېر شعباتو او کاري بهیر څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي شهامت د کارکوونکو د کاري پلانونو راپورونو د لیدنې ترڅنګ د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
د دې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې ټول کارکوونکي باید میاشتني، درې میاشتني او کلني پلانونه ولري او د ټولو کړنو په اړه په منظمه توګه راپور ورکړي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دندو د ښه ترسره کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.