د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۶:۳
تحصیلات عالی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست شیخ ندا محمد ندیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د هېواد د ښوونېز او تحصیلی سکټور د ودې لپاره د دواړو ادارو ترمنځ د همکاريو په باب خبرې وشوې.

 ښاغلي شهامت په دولتي پوهنتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فارغانو د یو کلن تنزیل پرته د جذب غوښتنه وکړه.

همدارنګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چې په پوهنتونو کې د انسټیټونو او مسلکي لېسو د فارغانو د جذب په موخه دې احتصاصي کانکور آزموينه په لاره واچوي.

د هېواد د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د یاد وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS