د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د “وړتیاوو او نوښتونو ”نندارتون جوړ شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۰/۷/۱۷ - ۱۲:۴۷
tveta50

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د خپلو ښوونيزو مرکزونو د زده کوونکو د وړتیاوو او نوښتونو د څرګندولو په موخه د "وړتياو او نوښتونو" تر عنوان لاندې يو نندارتون جوړ کړ.

 په همدې موخه نن (شنبه د میزان ۱۷مه) دغه مراسم د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین، د تخنیکي زده کړو ادارې مشرتابه او د یو شمېر ادارو د استازو په حضور کې ترسره شول.

د دې مراسمو په پیل کې محترم مفتي فضل الرحمن فاضل؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادرارې مشر وينا وکړه او د دغه ادراې پلان او موخې يې وړاندې کړي. هغه وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې چې اصلي موخه يې د ماهرو کارګرانو روزنه ده، د هېواد په اقتصادي ځان بسیاینې او د کار بازار په ښه والي کې مهم او ارزښتناک رول لري.  ښاغلي فاضل وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د باکیفیته مسلکي زده کړو خدمتونه وړاندې کوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړوادارې مشر د دغه ادارې پنځه کلن پلان ته په اشارې سره وويل چې په ټول هېواد کې د مسلکي زده کړو د خدمتونو پراختيا او د زياتو زده کوونکو جذبول د دغه پلان اساسي برخه ده.

د دغو پرتمینو مراسمو په دوام کې روح الله هوتک؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د طبع او نشر آمر د دغه ادراې د مخینه، موخې او تشکیلاتو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادرارې  د ټولنې ٨٥ سلنه وګړو ته زده کړي ورکوي.  ښاغلي هوتک وویل چې د وروستیو تحولاتو پر بنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې برخلیک معلوم نه دی .

 نوموړي د چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  برخلیک دی ډېر ژر روښانه شي.

همدا ډول ښاغلی الحاج مولوي صادق؛ د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دې ادارې ته دې جدي پاملرنه وشي. هغه وویل چې مسلکي کاري ځواک د هیواد په پرمختګ کې مهم رول لري او زیاته یې کړه چې د سوکاله افغانستان لپاره باید زموږ ماشومان مسلکي شي.

د هغه په وينا، پر ځان بسيا افغانستان مسلکي کسانو ته اړتيا لري.  د پوهنې وزارت معین له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل، چې د مسلکي زده کړو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري وکړي.

د مراسمو په پای کې عبدالحکیم همت د پوهنې وزارت د دفتر رئیس د دغه وزارت په استازیتوب خبرې وکړې او د دغه نندارتون جوړېدل یې یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.

هغه زياته کړه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره اوس له پوهنې وزارت سره يو ځاى شوى ده، چې دا وروستۍ پرېکړه نه ده. نوموړي وروستیو تحولاتو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د ا.ا.ا دا اړینه وبلله چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د چارو د لا ښې همغږۍ په موخه د پوهنې وزارت تر چتر لاندې سره یو ځای شوی.

د پوهنې وزارت د دفتر مقام رئیس د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره يوه ستره څانګه وبلله او ويې ويل، که د دې ادارې خپلواکي د باکيفيته ښوونيزو خدمتونو لامل شی، د خپلواکۍ په اړه به تصميم ونيسي

. مراسم په هیواد کې د سولې او پرمختګ په دعا سره پای ته ورسیدل او د ا.ا.ا چارواکو له نندارتون څخه لیدنه وکړه او نوښتګر زده کونکو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې د لاسي صنايعو، موټر تخنيک، فزيکي زده کړو او بې پیلوټه الوتکه د صنعت په ګډون د ټولو بنسټونو، نوښتونه او وړتياوې نندارې ته وړاندې شوې دي. په دې نندارتون کې د افغانستان د ټکنالوژۍ د انستیتوت محصلینو خپل لاسي جوړ شوي ډرون الوتکې نندارې ته وړاندې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د ننګرهار ولایت د چپرهار د کرنې انستیتوت د محصلینو عملي زده کړې

د ننګرهار ولایت د چپرهار د کرنې انستیتوت د حیواني علومو محصلینو په ننګرهار ولایت کې د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د مالدارۍ له فارم څخه لیدنه وکړه. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۲۴
Background image

د پنجشېر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام پیل شو

د پنجشیر ولایت د مجاهدینو لپاره د اداري او مدیریت روزنیز پروګرام د دغه ولایت د یو شمیر سیمه ییزو چارواکو په شتون سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پیل شو. په دې مراسمو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۴:۱۷
Background image

په بلخ ولایت کې ۱۲۰۰ مجاهدینو ته د ادارې او مدیریت په برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوه

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ۱۲۰۰ تنو مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو. د دغه پروګرام د افتتاحې په مراسمو کې د بلخ ولایت یو شمېر سیمه ییزو. . .

BACK TO NEWS