د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا، د زده‌کوونکو د ملاتړ، د مهارتونو لوړولو او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.

ګډونوالو د شته فرصتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د لا ډېرو ګټورو پروګرامونو د جوړولو پر څرنګوالي هم خبرې وکړې.

په ناسته کې پر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث وشو او دواړو لورو د همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

BACK TO NEWS