الحاج مولوي غلام حیدر شهامت هرات ولایت ته سفر وکړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۹:۲۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سر پرست مولوي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې څخه د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته سفر وکړ.

نوموړوی او ورسره مل پلاوی به یې په هرات ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له وضعیت څخه څارنه وکړي.

دغه پلاوي د خپل سفر په پیل کې د هرات ولایت اړوند د پښتون زرغون ولسوالۍ له کثیرالرشتوي لېسې څخه لیدنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یاد ښوونيز مرکز د کارکوونکو او زده کوونکو ستونزې او اړتياوې واورېدې او د نوموړو د ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده کړو زده کړو په برخه کې د استادي بستونو ازموينه واخيستل شوه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا د ولايتونو د ځانګړو زده کړو مرکزونو لپاره د استادي تش بستونو ازموينه واخيستل شوه. په دغه ازموينه کې ۲۹ تنو برخه اخيستې وه، چې له ازموينې وروسته به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

په هرات ولایت کې شپږ میاشتني لنډ مهاله حرفوي روزنیز پروګرام پای ته ورسید

په هرات ولایت کې شپږ میاشتنی لنډ مهاله روزنیز پروګرام چې د پاملرنې موسسې په همکارۍ د ۴۰۰ نارینه او ښځینه وو لپاره پیل شوی و، پای ته ورسید. د یاد ښوونیز پروګرام ګډونوالو د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

د خوست ولایت د محبوسینو لپاره د لنډ مهاله حرفوي زده کړو د پروګرام پیل

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو د یاد ولایت د محبس له مسوولینو سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د محبوسینو لپاره د برېښنا په برخه کې د لنډ مهاله حرفوي زده کړو پروګرام. . .

BACK TO NEWS