د روان کال د سلواغی له ۱۴ تر ۱۵ د ولایتی پلان او راپور ورکولو دوه ورځنې ورکشاپ دایریدل
د تخنیکې او مسلکې زده کړو اداری ولایتی چارواکو لاسته راوړنو د ارزونې په منظور ولایتی پلان او راپور ورکول او همدارنګه د نوموړی ادارې د راتلونکو پلانونو او برنامو پلي کولو په پار کابل ښار کې د دوه ورځو لپاره ورکشاپ دایر شو.
په دغه دوه ورځنې ورکشاپ کې د ادارې مشرتابه، مرکزی چارواکو او د هېواد د ۳۴ ولایتونو تخنیکې آمرینو ګډون درلود چې د ولایتونو د تخنیکي آمرینو د دندو راپور واورېدل شو او د راتلونکي کال د پلانونو د پلي کیدو څرنګوالي په اړه بحث و شو.
د اکاډمیکو چارو مرستیال عبدالحمید اکبر، د برنامې په لومړۍ ورځ ټینګار وکړ چې زموږ د کړنو ارزونه باید د پایلو پر بنسټ ترسره شي او پلي کیدنه یې باید د وړاندیز شوي پلانونو سره سم ترسره شي. هغه زیاته کړه چې ولایتي برنامې او کړنې باید د اړوند ولایت اقتصادي او ټولنیز وضعیت سره سم تنظیم شي او ولایتي چارواکي یې د پلي کیدو لپاره هڅې وکړي.
په ورته ډول د ادارې پلانونو، د لګښتونو قطعیه او ولایتی پلان، د برنامو پلي کولو او راپور چمتو کولو څرنګوالۍ او د ملکې خدمتونو کارکوونکو د کړنو د ارزونې نوی میتود او د ولایتی پلان د پلې کیدو په اړه راپور ورکولو په اړه د اړونده چارواکو له خوا بحث وشو.