د شبکې (نېټورک) په برخه کې د وسایلو د نښلونې کیبل جوړولو عملي زدهکړه
د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د شبکې (نېټورک) څانګې زدهکوونکو د یو عملي جلسې په ترڅ کې د شبکې لپاره د وسایلو د نښلونې کیبل جوړولو طریقه په عملي ډول زده کړه.
د اړوندې څانګې استاد د شبکې د نښلونې کیبل د جوړولو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل او د دغه کیبل د عملي جوړولو طریقې یې زدهکوونکو ته په پړاوونو کې تشریح کړې.
همدارنګه د زدهکوونکو پوښتنو ته لازم ځوابونه ورکړل شول او زدهکوونکو د عملي زدهکړو د لا پیاوړتیا او پراختیا غوښتنه وکړه.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو ډېره برخه عملي بڼه لري، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان له اړینو مهارتونو او لا زیات چمتووالي سره په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.
