د بلخ ولایت د کیمیاوي تکنالوژۍ انسټیټوټ محصلینو د مزارشریف له ۲۲۰ کیلوواټه سب استیشن څخه لیدنه وکړه
د بلخ ولایت د کیمیاوي تکنالوژۍ انسټیټوټ محصلینو په یاد ولایت کې د مزارشریف ۲۲۰ کیلوواټه سب استیشن ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د برق په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د دې علمي سفر په ترڅ کې، محصلینو ته د لوړ ولتاژونو، کنترول خونې او د سب استیشن اړونده نورو تجهیزاتو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.
علمي سفرونه د نظري زده کړو او د کاري چاپیریال د واقعیتونو نښلولو له خورا اغیزمنو لارو څخه ګنل کېږي.
په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې، عملي زده کړې د محصلینو د مهارتونو په لوړولو او د کار بازار لپاره د هغوی په چمتو کولو کې کلیدي رول لوبوي.
