بلخ ولایت نفتو او گازو انسټيټوټ زده کوونکو ته د ساختمان د سیم کشۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه
بلخ ولایت نفتو او گازو انسټيټوټ زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د « د ودانیو د خونو سیم کشۍ او لین غځولو» په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې، زده کوونکو ته د « سیم غځولو څرنګوالي، د ودانۍ ځانګړتیاوې او د ساختمان د بریښنايي سیسټم ډول » په اړه هم مفصل توضیحات وړاندې کړل.
د زده کوونکو په کاري راتلونکي کې د عملي زده کړو اهمیت او ارزښت ته په پام سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې ۶۰ سلنه زده کړې په عملي ډول وړاندې کیږي. دا زده کړې د زده کړیالانو د حرفوي مهارتونو په لوړولو کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.