د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د خوست تخنیکي انسټیټوټ د زده کونکو عملي زده کړې!
د خوست ولایت اړوند تخنیکي انسټيټوټ د برق څانګې محصلينو د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د برښنايي موتورونو په اړه روزنه ترلاسه کړه.
همداراز د درس په دوام کې نوموړو د AC یو فازه موتور، د برښنايي اوتو رغونې او یوشمیر نورو برقي وسایلو د رغونې او ترمیم په اړه عملي زده کړې ترلاسه کړې.
په همدې حال کې لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د برښنايي وسایلو په اړه هراړخیز توضیحات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.