د کانکریټ په برخه کې د دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر
 
              د میدان وردګو ولایت اړوند دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د یوولسم او دولسم ټولګیو زده کوونکو د ساختمان د کانکریټ په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
نوموړو په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري د ساختمان د کانکریټ کولو سمه طریقه او د کانکریټ د اجزا په عملي ډول زده کړل، او د موضوع په اړه یې خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل.
دغه راز په دوام کې لارښود استاد د کانکریټ د مخلوط کولو په برخه کې د زده کوونکو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فراغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
