د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکو ته د «برق ولتاژ» په اړه په عملي پنه روزنه ورکړل شوه
د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي ليسې د برښنا څانګې، دولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ولایت مهترلام ښار مرکزي سب ستیشن ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د« برق ولتاژ» په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د لوړ ولتاژ انتقالي لاین، ټاور او دهغې تجهیزاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.
دغه راز د همدې درسي جلسې په ترڅ کې د زده کوونکو پوښتنو او سوالونو ته هم ځوابونه وړاندې شول.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې دېری زده کړې عملي دي، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جزبېږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.