د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکو د «سیمکشۍ» په اړه روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د برښنا څانګې، یوولسم ټولګي زدهکوونکو ته د « ساختمان د سیمکشۍ » په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د دې درسي جلسې په ترڅ کې، نوموړو ته د « د ساختمان د برق سیسټم پر څرنګوالي او په سمه توګه د سیم کشي د ترسره کولو » په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.
دغه راز د درس په دوام کې، د استاد لخوا د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته ځوابونه هم وړاندې شول.
عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.