مالي او اداري مرستیال د بغلان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د خپل سفر په دوام بغلان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه يې لیدنه او څارنه وکړه.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال او ورسره پلاوي یې دیادو مرکزونو ټول تحصیلي او تعلیمي اسناد وڅیړل او همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د پسرلني(بهاری)سمستر له ازموینو څخه هم لیدنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې ښاغلي مفتي فاضل بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت له پلخمري میخانیکي انسټيټوټ، د خانجان کثیرالرشتوي انسټيټوټ او د دهصلاح کثیرالرشتوي عالي لیسې څخه هم لیدنه وکړه.