د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد غونډه د دغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.
په دغې غونډه کې د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو رئیسانو د خپلو کړنو له څرنکوالي راپور ورکړ.
د اجنډا له مخې د یو شمېر خصوصي انسټیټونو د آنلاین کورسونو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې او ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل.
په دغې غونډه کې پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.