د لوګر د کرنې انسټیټوټ محصلینو ته د زعفرانو نباتاتو په اړه عملي زده کړې
              د عملي زده کړو په ترڅ کې د لوګر ولایت د کرنې او وترنری انسټیټوټ محصلینو د زعفرانو د کښت او د هغې د حاصلاتو څرنګوالی په عملي ډول زده کړل.
همدارنګه په دغه درسي غونډه کې محصلینو ته د زعفرانو د پروسس ځانګړتیاوي او طریقه په عملي ډول تدریس شوې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زیاتره زده کړې عملي دي، ترڅو د دې مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذب شي.
