د اوبو او انرژۍ انسټیټوټ زده کړیالانو د جبل السراج برښنا بند ته علمي سیر
د اوبو انرژی انسټیټوټ د تجدید وړ انرژی ډیپارټمنټ ۵۴ تنه زده کړیالان د علمی سیر په موخه د جبل السراج د برښنا تولید دستګاه ته واستول شول.
د دغه علمي سیر موخه زده کړیالانو ته د جبل السراج بند د ساختماني، میخانیکي او برښنایې برخو څخه لیدنه وه.
د دې علمي سیر په بهیر کې، لارښوود استادانو د زده کړیالانو ملتیا کوله.