د میدان وردګو د پوهنې رئیس د چک انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه
د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د یاد ولایت د چک ولسوالۍ د مسلکي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي حریت په دغه کتنه کې د چک انسټیټوټ له آمر سره د ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د همکارۍ په هکله خبرې وکړې.
د ميدان وردګو د پوهنې رئيس په دغه ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.