د دوو ریاستونو د ۱۴۰۲ کال پلانونه بررسی شول
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۲ کال لپاره د «مالی او حسابی» او «ارشاد او دعوت» رياستونو عملياتي پلانونه د دغه ادارې مشرتابه ته وړاندې شول.
په دې ناسته کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس او د پلان او ستراتيژيکو همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل هم حضور درلود.
تر اوسه څو ریاستونو خپل پلانونه وړاندې کړي او دا لړۍ دوام لري.