د څارنې پلاوي ولایتونو ته واستول شول
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څارنې پلاوي انسټیټونو او مسلکې لیسو د څارنې په موخه ولایتونو سفرونه پیل کړي دي.
په لومړي پړاو کې دغه پلاوي لوګر، غزني، بدخشان او میدان وردګو ولایتونو ته سفرونه کړي دي. د یادونې ده چې د څارنې پلاوي به ټولو ولایتونو ته سفر وکړي.
د څارنې پلاوي موخه د ولایتونو تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت څېړل، د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل او د تشو بستونو معلومول دي.
د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي وايي، څارنې پلاوي به له ارزونې او څېړنې وروسته خپل وروستی راپور وړاندې کړي.
ښاغلی عزیزي وايي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره به پر ټولو وړاندیزونو غور وکړي.
