د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسید
د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د موټر تکنیشن څانګې استادانو د ظرفیت لوړونې سیمینار، چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د مسلکي پراختیا ریاست له لوري د کابل ښار په اتو میخانیکي انسټيټوټ کې پیل شوی و، پای ته ورسید.
د دې ورکشاپ په اختتامیه مراسمو کې، د استادانو د مسلکي پراختیا ریاست مسؤلینو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له استادانو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې استادان باید د ماهر کاري ځواک په روزنه کې د ډیر زیار څخه کار واخلي.
په ورته وخت کې، د دې پروګرام ګډونوالو د یاد ښوونیز ورکشاپ له ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو څخه د ملاتړ په برخه کې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ هڅې وستایلې.
د یادونې وړ ده چې په دې روزنیز پروګرام کې ۱۵ تنه استادانو برخه اخیستې وه، چې د )د موټر کمپیوټري چک( او دې اړوند موضوعاتو لکه اسکینر او د کمپیوټري چک ماشین په اړه په عملي او نظری ډول روزنه ترلاسه کړه.
د دې روزنیز ورکشاپ په وروستۍ برخه کې، استادانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې او مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.
