د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ته د لوړو زده کړو زمینې برابرول!

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلینو د یوې ناستې په ترڅ کې په یاد ولایت کې د تابش پوهنتون له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان کولی شي د خپلو زده کړو د دوام لپاره په ځانګړي تخفیف سره په تابش پوهنتون کې نوم لیکنه وکړي.
دغهراز په دې هوکړه لیک کې دا هم راغلي چې د دواړو ښوونیزو بنسټونو زده کونکي کولی شي د خپلو علمي او عملي زدهکړو د غښتلتوب په موخه د دواړو نهادونو له لابراتوارونو، کتابتونونو، کمپیوټرلب او نورو شته اسانتیاوو څخه کار واخلي.
په ورته وخت کې، زده کونکو هم د دې تفاهم لیک له لاسلیک کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا اقدام یې د نوموړو لپاره د غوره ښوونیز فرصتونو د برابرولو په لور یو اړین ګام وباله.