د کندز کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته د رطوبت سنج سیستم په اړه روزنه ورکړل شوه

د کندز ولایت کرنې او وترنري انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د عملي زده کړو په چوکاټ کې د یاد ولایت د کرنیزو تحقیقاتو په مرکز کې د باد او رطوبت سنج سیستم په اړه روزه ورکړل شوه.
د دې عملي درس په ترڅ کې، لارښود استاد محصلینو ته باد، رطوبت او حرارت سنج سیستم او همدارنګه د ارقام ټولولو «ډیتا اخیستنې» په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.
دغه راز د درس په دوام کې، محصلینو په دې برخه کې خپلې پوښتنې او سوالونه له لارښود استاد سره شریکې کړې چې د هغوی پوښتنو ته د استاد له لوري جامع ځوابونه هم ورکړل شول.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.