د لوگر ولایت اړوند تخنیکي لیسې د زده کوونکو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

د لوګر ولایت اړوند تخنیکي لیسې د یوولسم ټولګي زده کوونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د برښنايي ولتاژ د اندازه کولو په اړه روزنه ترلاسه کړه.
پدې جلسه کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د " برښنايي ولتاژ او د ولتاژ د اندازه کولو" موضوعات په علمي او عملي ډول تشریح کړل، او همداراز د نوموړو پوښتنو او سوالونو ته یې هم هراړخیز ځوابونه وړاندې کړل.
دا فعالیتونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره تړلي په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو یوه برخه ده، چې د زده کوونکو د عملي مهارتونو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د هغوی د چمتو کولو په پار ترسره کیږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل د عملي زده کړو پر اهمیت ټینګار کوي او هڅه کوي چې د اړینو اسانتیاوو په برابرولو سره محصلینو ته د اغیزمنو زده کړو زمینه برابره کړي.