د سرپل ولایت د کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټیټوټ زده کوونکو ته د نباتي ناروغیو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د سرپل ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ دوترنرۍ څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د نباتي ناروغیو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې، زده کوونکو ته د نباتي ناروغیو د ډولونو، مضره یا هرزه بوټو او زیان رسونکي حشراتو په اړه هم مفصل توضیحات وړاندې کړل.
د زده کوونکو په کاري راتلونکي کې د عملي زده کړو اهمیت او ارزښت ته په پام سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې ۶۰ سلنه زده کړې په عملي ډول وړاندې کیږي. دا زده کړې د زده کړیالانو د حرفوي مهارتونو په لوړولو کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.