په کاپیسا ولایت کې د ښځینه محبوسینو لپاره لنډ مهاله حرفوي پروګرام پیل شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د محبس مسوولینو په همکارۍ ښځینه محبوسینو ته د لاسي صنایعو لنډ مهاله روزنیزحرفوي پروګرام پیل کړ
د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا، په یاد روزنیز پروګرام کې ۳۰ تنه ښځینه محبوسین د لاسي صنایعو په برخه کې له نظري او عملي زده کړو څخه ګټه پورته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د تفاهم ليک په لاسليک کولو سره هڅه کوي تر څو د هېواد محبوسین بیاځلي ټولنې ته ادغام شي.