د فرخار کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د تخار ولایت د فرخار کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د مصنوعي القاح په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د مصنوعي القاح او د مصنوعي القاح د تطبیق د میټودونو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
