د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو او مسوولینو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو
د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو.
د مسولینو په وینا، په یاد پروګرام کې د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ۳۵ تنه رسمي او حق الزحمه استادانو او کارکوونکو ته د ازموینو اخیستلو د څرنګوالي، د درجه بندۍ او اصول تدریس په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه روزنه ورکړل شوه.
د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسوولینو په وینا، د دغه پروګرام له پیلولو څخه یې موخه د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د مسوولینو او استادانو د ظرفیت لوړول دي.