کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال تاسیس شو چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې د (انسټیټوټ دوره) کې زده کړیالانو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره وي.

اساسي (زیر بنایي) معلومات:

دا انسټيټوټ خپلواکه ودانۍ نلري او خپل ښوونیزې چارې په (۸) درسي او اداري خونو کې ترسره کوي او د برښنا او ورزشي ډګر په امکاناتو سمبال انسټیټوټ دی.

د جوړښت اړوند معلومات:

دکابل ولایت دکلکان ولسوالۍ  کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې(۶) تنه رسمي کارکونکي لري چې (۲) استادان، (٢) اداري کارمندان، او (۲) تنه خدماتي کارکونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخی استادانو په اړه عمومي معلومات :

ياد انسټيټوټ دوه تنه استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.

تحصیلي څانګې:

 نوموړی انسټيټوټ (١) څانګه، د (عمومي کرنې ) څانګه لري چې اوس مهال (١٤٧) تنه زدکړیالان په یادې څانګې کې پر زدکړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

دیاد انسټيټوټ د (١٤٧) زدکړیالانو له جملی څخه (٢٠) تنه زده کړیالان د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.